Featuring Kabul

Afghanistan Modern Literature Festival Held In Jalalabad

Jalalabad city hosted on Wednesday the biggest festival on Afghanistan modern literature.
The festival titled ‘Literature and Peace’ was held by the Goethe Institute in Jalalabad city with participation of hundreds of writers, poets and researchers of language and literature from across the country.

Read the report by Ahmadullah Ahmadi:

 

[widgetkit id=13000]

د سولې ادبيات د ميني او عاطفې لار

ريپورټ احمدالله احمدي

په جلال اباد کې د ګويټه انسيټوټ له لوري، د اوسنيو يا معاصرو ادبياتو جشن، دا ځل سولې او ادبياتو ته ځانګړی شوی و.
ګويټه انسټيټوټ يا د المان فرهنګي مرکز په نړيواله کچه د فرهنګي او کلتوري ودې لپاره کار کوي

ياد انسټيټوت دا ځل په ننګرهار کې د معاصرو ادبياتو اتم ملي جشن جوړ کړی و چې د هېواد د بېلا بېلو برخو څخه ليکوالانو،شاعرانو او اديبانو ترڅنګ ښځينه شاعرانو هم برخه پکې اخيستې وه

دغه جشن دوه ورځې دوام وکړ، چې د هېواد نامتو ليکوالو د سولې او ادبياتو په اړه، پر ادبياتو د جګړې د اغېز په اړه او د شعر له لارې د سولې د پېغام رسولو خبرې وکړې

د پروګرام په پيل کې د ګويټه انسټيټوټ فرهنګي مسئول ابراهيم هوتک د اوسنيو ادبياتو په اتم جشن کې وويل؛ په ځای د دې چې په ټوپک او توره جنګ وکړو بايد د خلکو فکر مخکې له مخکې جوړ شي، د ده په خبره ليکولان او شاعران به د ادب او ادبياتو له لارې وتوانيږي چې د سولې لپاره چاپيريال جوړ کړي تر څو د خلکو ذهنونه روښانه شي

د ننګرهار والي عطاءالله لودين د خپلې وينا په ترڅ کې د ګويټه انسټيټوټ له فرهنګې هڅو څخه ستاينه وکړه چې دا ځل يې د سولې تر نامه لاندې د اوسنيو ادبياتو اتم جشن جوړ کړی دی.
ښاغلي لودين په شاعرانو غږ وکړ چې د سولې د بهير ګړندي کولو لپاره په خپلو منظومو کلامونو کې سوله وستايي او جګړه د هېواد په زيان ياده کړي او شعر يې د جګړې دواړو غاړو سولې ته د رابللو لپاره ګټوره طريقه وبلله

والي وويل: (( کوم ځای کې چې سوله نه وي، په کوم ځای کې چې امن نه وي هلته د ژوند امکانات نه وي ، هلته ظلم وي، هلته بې وزلي او غربت وي))
د جشن ګډونوال ليکوال او شاعر محمد نبي صلاحي په شعر کې د سولې د پیغام په اړه وايي؛ شاعر او ليکوال کولی شي د خپلو شعرونو له لارې چې د انساني کلام جوهر دی او له بل هر چا زيات کولی شي د سولې ارزښت او دسولې پيغام خلکو ته ورسوي

ښاغلی صلاحي وايي؛ شاعران بايد د سولې لپاره داسې شعرونه وليکي چې ولس په دې قانع شي چې ريښتيا هم په سوله کې د ټولو خير دی

د جشن بلې ګډونوالې ليکوالې او شاعرې مېرمن پروین ملال وايي؛ شاعر د ټولنې ترجمان دی، چې په وينا يې د ټولنې د ناخوالو او بدبختيو اوخوشبختيو انځور خلکو ته ښيي

د آغلې پروين ملال په نظر د دا ډول غونډو جوړول چې شاعران او ليکوال پکې برخه اخلي ګټور يادوي او وايي، چې اخر به د جنګ ښکېلې غاړې هم په دې پوه شي چې سولې ته غاړه کېږدي

استاد اسدالله غضنفر بيا وايي؛ چې د سولې پیغام هغه وخت په ښه توګه رسيدلی شي چې له ادبياتو سره ليکوالان په پوره ډول اشنا وي ، او په وينا يې د شعر او ادب ژبه غير مسقيم ژبه ده، او وايي چې که يو شاعر وايي چې موږ سوله غواړو دا شعر ندی بلکې عادي خبرې دي، دا شعر ندی، دا داستان ندی دا بايد شاعران د شعر په ژبه ولس ته ورسوي

غضنفر وايي،شاعر بايد په سمبوليک ډول او عميکه ژبه خبرې بيان کړي چې په وينا يی د سولې په برخه کې د شاعر او ليکوال ذهنيت پراخ وي او وايي چې هغه څوک له ځان سره سوله نشي کولی بل څوک به څنګه سولې ته وهڅوي

غضنفر وايي: ((هغه څوک چې د علي اخلاقي مفهاهيمو په اړه تصور نلري بيا به يې هم د سولې په برخه کې خبرې نيمګړې وي، اخلاق يعني د ژوند خدمت، د ژوند خدمت خورا پراخ دی))
له پکتيا څخه راغلي ليکوال عارف الله حقپرست د سولې د پیغام د پياوړي کولو لپاره بيا دا نظر لري، چې په عمومي ډول ادبیات د سولې، ميني او عاطفې لاره ده، چې په وينايي په پخوانيو ادبياتو کې هم سولې ته کار شوی او له شاعرانو غوښتنه کوي چې دسولې لپاره غونډې، ورکشاپونه، مشاعري او د سندرو لپاره کنسرتونه جوړ کړي

د ګويټه انسټيټوټ له لوري دا لومړی ځل ندی چې د ادبياتو لپاره د هېواد په کچه د ادبياتو جشن جوړوي بلکي په بېلا بېلو فرههنګي برخو کې د ليکوالو او شاعرانو لاس نيوی کړی او تر ډېره يي د افغاني کلتور د بډاينې لپاره په کلتوري او فرهنګي موضوع ګانو کار کړی

Thomas Büsch

Filmmaker, Founding Member and Secretary General of diyalog, promotion of cultural exchange with Turkey. Since 2012 he is also project manager of InEnArt.

Leave a Reply