Featuring Kabul

Traces of History – د تاریخی ابداتو په لټه

TimurshahMausoleum

د کابل د تاریخی ښار په زړه کی د سیند په غاړه د لوګیو او ګردونو په منځ کی د رش څخه په ډکه ساحه کی د یوه ښایسته بڼ او زړه را ښکونکي منظر ښکلا  سړئ ځانته ور غواړی

 دا  د لوی امپراتور  احمد شاه ابدالی د دویم زوی تیمورشاه خان درانی ، کوم چی د افغانستان پلازمینه یې دوه پیړۍ وړاندی د کندهار څخه کابل ښار ته را انتقال کړې وه،  مقبره او پر هغه باندی جوړ سوي مزار دی  چی اغا خان د خیر ښیګڼی نړیوال بنسټ په افغانستان کی د خپلو پراخو خدمتونو او  د هیواد په ګوټ ګوټ کی د تاریخی ابداتو د بیا رغونی او ساتنی په لړ کی  د نورو ډیرو کلتوري هڅو پر ادامې سربیره دا هم له  پامه نه دی غورځولی  او د اوږدې مودې  په جګړو کی د تخریب څخه وروسته یې کابو څلور کاله د دغه دنګی ګنبدی د جوړولو او ګټی ته د سپارلو په هڅو تیری کړی چی اوس د نندارچیانو او زیارت کونکو په مخ کی په پرانیستې دروازه د  تاریخی کابل د ښکلا  برخه ګرځیدلی

 

[widgetkit id=12544]

د تیمور شاه دراني  مزار د  کابل  د زاړه ښار د تیمورشاهی سینما او عایشه درانۍ لیسې په منځ کی موقعیت لری چی شاته یې عمومی منډیي او مخ ته یې د کابل سیند بهیږی ، دغه تاریخی ابده د کابل د جګړو په ترڅ کی ډیره زیانمنه سوی وه او د نه پاملرنی له کبله یې د څیرمه پارک او شاتنی غولي ډیره سیمه  د منډيي برخه ګرځیدلې وه او خلګو پکي دوکانونه جوړ کړي وه ، خپله د مزار لاندینی برخه هم د چټلي او ناپاکی له کبله پر مخ  د کتلو او زیارت کولو څخه پاته سوی وه چی دغه بنسټ یې د  مزار تر ترمیم ډیر د کثافاتو  په ایستلو او د دوکانونو په ړنګولو باندی ستړیا کړی ده

له نیکه مرغه دغه خیریه بنسټ د تیمور شاه دراني د مزار پر یوازي ترمیم او بیا رغولو باندی بسنه نه ده کړې بلګه خلګو ته د مزار او تاریخي ابداتو څخه د ګټی اخیستنی د شعور ورکولو دپاره یې د مزار د بیارغونی راهیسی پکی ګڼ نندارتونونه هم په لاره اچولی دی  چی وروستی هغه یې د غزنی د تاریخی ښار او د هغه وخت د خلاقی معمارۍ په ښایسته ګوتو د جوړو سویو منارونو د انځورونو او میناتوریو نندارتون دی چی د یوې میاشتي دپاره به د کابل په زړه کی د ټولو نندارچیانو په مخ پرانیستی وی

    د کابل سیند په غاړه د زاړه والاوو په مینځ کی د مزار د لویی دروازې څخه ورننوزې نو د ګڼو درختو په منځ کي د جوړي سوي لاري څخه مخامخ به دی په یوه دنګه او په سپینه اوسپنه پوښلې ګنبده سترګي ښخي سي او د دغه  ښایسته منظر ښکلا به دی په پښه نیولو ګامونو خپل ځان ته ور کش کړی ، د مزار په دویم پوړ کی جوړ سوی پراخ سالون چی د څلور پوړه ګنبدی تر هسکه پرانیستی ولاړ دی  د دوه پیړۍ وړاندی خټګرۍ د ښه کار شاهدي د خپل ټیکاؤ په ژبه اداء کوي  او اوس پکی د غزنی د تاریخی ښار او مینارونو ښایسته انځورونو  او په اړه یې د معلوماتو تابلوګاني چی پر سر یې د رڼا کولو دپاره د ښایسته ګروپانو با کیفه وډنه او د نندارچیانو رش  د دغه تالا ښکلا یو په دوه کړی ده ، په لیدو  سړئ داسی انګیری لکه په یوه وخت چی دواړه تمدنونه له یوې کړکۍ یا سکرین څخه ننداره کوی ، یوازی همدلته د دوه پیړيووړاندی  او  اتو  پیړيو  وړاندی تمدنونو د نژدې کولو جادوګر هنر   مونده سی

د دغه مزار لاندینی پوړ کښی د تیمور شاهی دراني مقبره او سرته یې د ډیري خلګو په وینا د پخوانی پاچا شاه شجاع مقبره او دوه نور قبرونه او دوه لویی ښایسته ډبری چی د نورو  پردیو  قبرونو شاختی ورباندی لیکل سوی دی په ډیر پاک حالت کی قرار لری

د  نندارتون لیدلو ته د کابل ښاریانو تر څنګ د ښوونځیو زده کونکي هم  خورا په مینه راځی او خوښ دی چی داسی نندارتونونه یې پر مخ پرانیستی دی ، هغوی غوښتنه کوی چی که دا ډول نندارې زیاتی سی نو موږ ته به د خپل تاریخ سره د اشنایی لا ښه موکه په لاس راغلې وی او ګڼ ښاریان هم چی ددغه نندارتون لیدنه یې کول د دغه نندارتون په لاره اچونکو څخه د مننی تر څنګ یې د دغه ډول نورو نندارتونو غوښتنه هم کول تر څو یې د خپل تاریخ او کلتور په اړه د پوهاوی تومنه زیاته و اوسي

جلال الرحمن شرر

Text by Jalal Sharar

Image editor Friba Kaiwan

Once again in Kabul, the historical capital of Afghanistan, closer to Kabul River, the tomb of Timorshah, which was ruined due to last three decades of civil war, is newly renovated by Agha Khan foundation. The Timorshah shrine, A park and as an attractive point for the visitors is reopened. Moreover it consist of a large Salon as a museum. The Salon was witnessed a great exhibition of Ghazni province, the province which was built up 8 centuries ago, the visitors were also got chance to see and compare the ancient Afghan culture and civilization of Ghaznavi and Timorshah’s period.

Thomas Büsch

Filmmaker, Founding Member and Secretary General of diyalog, promotion of cultural exchange with Turkey. Since 2012 he is also project manager of InEnArt.

Leave a Reply