Featuring Kabul - Pashto

په افغانستان کې د معاصر هنر تجربي

EnglishDariGerman
wooden-sculptures-5

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه وروسته د افغانستان د هنرلپاره فضآ مناسبه او لاره اواره شوه۰  هنرمندانو په ښه توګه وکولای شو کومه زمینه چې  ورته مساعده شوی وه ترینه  ښه استفاده وکړی۰  رنګارنګ هنری آثار و پنځول شول او معاصر هنر په دی اخرو کې وکولای شو چې د افغانستان په فرهنګی او هنری ټولنه کې خپل ځای  پیدا کړی

 ځوان هنرمندان په دي باور دی چې ددغسی هنري ګروپونو او سازمانونو جوړول د معاصرو هنرونو د  نندارتونو اجرا کول د معاصرو اثارو خلق او د هنری برنامو په لاره اچول او د ځوانو افغان هنرمندانو خلاقیت باعث شوی دی تر څو معاصر هنر نسبی پرمختګ وکړی او دنوو هنری تجربو د قبلیدو او منلو سطحه د تیرو کلونو په مرتبه هم  پورته شی

هنرمندانو د معاصر هنر په برخه کې زیات آثار لکه نقاشی، خطاطی، میناتوری، او داسی نور خلق کړی دی. ددغو هنرو تر  څنګ د انستلیشن ( غونډولو)  مجسمه جوړول، جاده یی هنرونه، هنری ویدویی (Video Art) د غږ هنر معاصره موسیقی څو رسانه یی هنر د عکاسی هنر، اجرایوی هنر، له هغو هنری بخشونو څخه دی چې د افغانستان په هنرکې ډیره سابقه نلری. ددغو آثارو هنرمندان په عمومی توګه ځوانان دی ۰ د آثارو موضوعات یي زیات د جنګ حقایق، تاوتریخوالی، آزادی غوښتل ، د بی عدالتی په وړاندی  مبارزه کول، فلسفی موضوعات، سیاسی اجتماعی او داسی نور تشکیلوی

(لاسته راوړل او له لاسه ورکول) ( ګټل او بایلل))  د استاد رهرو عمرزاد ویدویی آثر دی. هغه د افغانستان د معاصرو هنرونو د مرکز رییس دی او د آفغانستان  د  مصاصر هنر له مهمو شخصیتونو  څخه ګڼل کیږی. عمرزاد په خپل  دغه اثر کې د افغانستان تیر شوی اوسنی او راتلونکی  حقایق په لنډه او روښانه توګه او د ژورو سمبولونو، کرکترونو او مانا لرونکی چاپیریال  په واسطه ښودلی دی

maxresdefault
لاسته راوړل او له لاسه ورکول

لیکنی، سمبولیک شعارونه او ګرافیتی  چې د کابل په ګن شمیر دیوالونو لیدل کی.ی له هغو کارنو له  جملو څخه دی چې ډیر د عامو خلکود پام وړ ګرځی. کبیر مکمل هغه هنرمند دی چې جاده یی هنر په ټولنه کې د فکرد  مثبت بدلون لپاره ښه لاره  بولي ۰ هغه د کابل په ګن شمیر دیوالونو باندی خپل اثار کارولی او په عامو ځایونو کې یې په سمبولیکو تصویرونویې د بلبوردونو پر مخ  خپل هنر خلکو ته ښودلی

هغه وایی چې کارونه یې د عامو خلکو د پام وړ ګرځیدلی دی او هغوی په دی توانیدلی چې هغوی دداسی هنر لپاره مناسب مخاطبین وی ، د اثارو په اړه یې فکر وکړی او یا حداقل دغه د هنری آثارو په توګه قبول کړی

Untitled
کبرا خادمی د اثر د ترسره کولو په حال کې

په افغانستان کې د انستلیشن هنرهم له نووهنری تجربو څخه  دی چې په دی اخرو کې يي  له ددغو اثارو هم څو نندارتونونه جوړ شویدی

ملینا سلیمان له هغو ځوانو افغان هنرمندانو څخه  ده چې ګڼ شمیر  د انستلیشن اثار یې پنځولی دی ۰ هغی په خپل نندارتون کې چې د (( توقف! )) په نوم وه د  نابرابریو ،  تاوتریخوالی، د ازادی نشتوالی او نورو موضوعاتو ته  د چیدمان یا انستلیشن د اثارو په واسطه انعکاس ورکړی

اجرایه یی هنریا  پروفامنس

اجرایه هنر یا فروفامنس په افغانستان کې له ډیرو تازه هنرونو څخه دی ۰ نمناک حقایق هغه  تازه فروفامنس دی چې څه موده وړاندی د ځوانی هنرمندی کبرا خادمی له خوا په کابل کې ترسره شوو. هغی په دغه اجرا کې خپل ځان د لیدونکو په وړاندی د نیم ساعت لپاره په څپیړو وه  واهه چې غوښتل یې ددی لاری ه د

افغانستان د ښځو درد چی  له ستونزو سره مبارزه کوی بیان کړی

علی ارش چې  دکبرا خادمی دغه اجرا یی له نږدی څخه ننداره کړی ، هغه هم د نورو لیدونکو په څیر ددغی صحنی څخه ډیر متعجب شوی او د کبرا  اجرا په هغه ډیرتاثیر کړی۰  علی وایی چې ددغی اجراله لیدو څخه می دا احساس وکړ چې افغان میرمنی څومره درد زغمی

داپه داسی  حال کې ده چې لاتر اوسه هم زیات شمیرافغانان  نه شی کولای چې داسی نوی تجربی هضمی او یا هغه د هنر په توګه قبولی کړی. په افغانستان کې هنرمندان په دی باوردی چې د معاصرو اثارو پنځول د حقایقو. احساساتو او افکارو د بیانولو لپاره دیره غوره لار ده او وایی ددی لپاره په افغانستان کی لا نور زیار او کوښښ ته اړتیا ده۰ په ضمن کې ډیري د معاصرو هنرونواو هنرمندانو  پروګرامونه په کابل ولایت کې اجرا کیږی. حال داچی په لیرو  ولایاتوکی حتی هیچ هنری پروګرامونه نه لمانځل کیږی څه داچې دمعاصرهنرتجربی وشی . د نندراتونونو جوړول ،  هنری جشنوارو لمانځل، پروګرامونه، اوداسی نوری زمینی کولای شی په افغانستان کی د معاصر هنرپرمختګ کې ښه نقش ولری

Thomas Büsch

Filmmaker, Founding Member and Secretary General of diyalog, promotion of cultural exchange with Turkey. Since 2012 he is also project manager of InEnArt.

Leave a Reply