Featuring Kabul

I see you – زه دې وینم

د هېواد د سیاسي ستونزو، ټولنیز بحران، تحرک او د عامو خلکو پر مټ د بدلون لپاره د هنري پلاټ فارم له لارې فعالیت او هلې ځلې شاید په افغانستان کې ډېره لویه سابقه ونه لري، چې تر ټولو ستر عامل یې شاید هم د خلکو له رواني او ټولنیزو ستونزو او غوښتنو ته په نه کتو د یادې چارې پر مخ بیول وي

 

IMG_1723

 

کبیر مکمل نوی، ځوان او طراح هنرمند چې شاید د هېواد د اوسني بهیر تر ټولو زیات د هنر په ستراتېژیک او فکري اړخ کار کوي

له کبیر مکمل سره د یوه ځانګړي راپور په موخه دده د کاري نمونو ځای ته ولاړو. د سید جمال الدین افغان د دارالمالمین تر څنګ په یوه اوږده غزیدلي دېوال یې راته د خپل کار هغه نمونې را وښودې چې خلکو ترې زیات هرکلی کړی وه

ښاغلی مکمل د خپل یوه هنري کار څخه د یوه ماشوم د تعبیر کیسه کوي چې ده ترې د انځور په هکله پوښتلي وه، ښاغلی مکمل وایي: “یوه ورځ مې چې دا انځور په دېوال رسماوه یو ماشوم مې تر څنګ راته ولاړ وه، ویل یې راته دا څه مانا؟ ما ورته وویل چې ته راته ووایه چې دا څه شئ دي، ماشوم راته ویل چې دا یو هلک دی او د دوو نجونو زړونه یې په اوږه کړي دي

ښاغلی مکمل وایي له کارونو مې عام خلک ګڼ تعبیرونه لري او هر څوک په هر ډول انګېرنې لري ولې دی د هغو احساساتو کیسه کوي چې خلکو دده د انځورونو په وړاندې درلودل، ښاغلي مکمل زیاته کړه: “ما خپل یو شمیر هنري انځورنه د ښار په ګڼو سیمو کې په لویو لویو بیل بورډونو ولګول او چې کله به مې د خلکو د غبرګون ټیلفونونه ترلاسه کول ډېر به خوشاله کېدم چې دا به ټول عام وګړي، په ښار کې ډریور، کراچي وان او لارویان وو

ښاغلی مکمل وایي چې د عامو وګړیو تر څنګ یې د ټولنې لوړ قشر هم مخاطب کړی دی او تر ټولو لوړ هدف یې همدا دی چې خلک په دې وپوهوي چې بدلون د دوی پر مټ راتلای شي او خلک باید دې فکر ته ژمن و اوسي. کبیر مکمل د خپلو کارونو پر اروایي اړخ زیات تمرکز کوي او وایي چې د خلکو احساساتو، انګیزو او ارزښتونو ته باید ژمن و اوسو او دا باید زده کړو چې خلک مو څه غواړي او د خلکو جدي اړتیا مو څه ده، په هنر کې مو باید خپل ټولنیز قراردادونه مراعات کړي وي او د خلکو په ژبه مو د دوی د ژوندیو ارزښتونو او جوړښتونو ته د درناوي تر څنګ کار کړی وي

 

[widgetkit id=12531]

ښاغلی کبیر مکمل د هغه نژدې راتلونکې پروژې په هکله غږیږي چې دی فکر کوي ډېر ژور تاثیر به ولري، خلکو ته به د سیاسي ستونزو، ټولنیز بحران، کلتوري غمیزې او ګڼو نورو برخو کې د ونډې او فکر انګیزه ورکړي، دی زیاتوي: “زما راتلونکې هنري پروژه ( زه دې وینم )  نومیږي. د آنټن په لوړ غره به د انځور شویو سترګو یو لوی انځور کاږم چې د عامو وګړیو له لوري به په فساد کې ښکیلو کسانو ته وایي که هر څو فساد کوئ مونږ مو وینو، دا چاره به په وروسته کې پر جامو، موټرونو، دیوالونو او د ښار ګڼو نورو سیمو ته هم لېږدول کېږي

by Fahim Karim for Insan

Thomas Büsch

Filmmaker, Founding Member and Secretary General of diyalog, promotion of cultural exchange with Turkey. Since 2012 he is also project manager of InEnArt.

Leave a Reply